افغان ولس اوپردي ــــ افغاني چارواکي :
          انجنير   سيد عبدالقادر   انجنير سيد عبدالقادر

 

اي جهانه

په چل اوچم دبيګانوو ټول پوهيږ ي            داملت چه نن زوريږی نور پخيږی

ټيټ سر يي دتاريخ په ياد کي  نسته           هر يرغل چه باندي کيږي بياماتيږي

ژربه خلاص کړي خپل وزر  دبل دلومي        دعقاب په شان به  بيرته  پورته کيږي

افغان ولس اوپردي   ــــ افغاني چارواکي :

دا يو  معلوم  اوپوره حقيقت دي چه په نړي کي هر استعماري ځواک دخپلي  مخکنۍ  ستراتيژۍ  سره سم  کوم وخت چه  پريو ه مملکت   باندي يرغل کوي  او  تسخيره  ويي   . په   نتيجه کي يي سياسي اواقتصادي استقلال په خپل لاس  کي نيسي . اوبيا  دخپلي خوښي سره سم په هغه مملکت کښي خپل لاس پوڅي دولت جوړ وي  . ځيني وخت داستعماري ځواک هدف همدغه تسخير سوي مملکت وي  چه داقتصادي منابيعوڅخه په خپله ګټه کار واخلي . او تر خپلو امکاناتو پوري يي  اومه مواداوځيني نورثروتونه   خپل مملکت ته انتقال کړي . او هم دخپلوتوليداتوپه نوي مارکيټ باندي تبديل کړي . ولي ځيني وخت داستعماري  ځواک هدف تنها يومملکت نه بلکه دهغه مملکت دپولوها  خواته  يواوبل طرف ته هم اهداف پراته وی . که يي  هدف يومملکت  وی نو دخپل لاس پوڅي  دولت په ذريعه ژرترژره په مملکت کي دخپلو اقتصادي مخو  له پاره که يي  په امن کي ګټه  وي نو امن راولي . اوکه يي ګټه دهغه مملکت په ناآ راميوکي وي ،  نودناآراميوسريال مخ ته بيايي  . اوبيا    نو کوښښ کوي چه دخاموموادو ، نور ومختليف    ثروتونودانتقال ،  لوجستيکي اکمالاتو  اوهم په راتلوونکي دخپلي تيښتي  له پاره لوي لاري ، پلونه او  هوايي ډګرونه  جوړکړ  ي  .   اوپه جمعي رسانو کي  يي بيا  وهغه ملت ته ديوه   کومک په څير وړاندي کوي . ولي که يي هدف ددی مستعمره هيواددپولوهاخواته وي ،  نوپه همدي هيواد کي دنوويرغلونودپاره دخپل ضرورت سره سم نظامي لوي ا ډې   داسي جوړوي ،  چه په ډير وکمو اقتصادي مصارفاتو باندي يي لوجستيکي اکمالات هم وکړايسي . نو ددي دپاره  بيا  ضرورده چه لوي  او لنډي  لاري داسي جوړي کړي چه ښارونه سره وموښلوي .  ځکه چه دنظامي يرغلي اډواکمالات  دهوا له لاري  ستونځمن اوغير اقتصادي وي .  نوپه داسي حالاتوکي بيا خاصتا دجهان په اوسنيو شرايطوکي  استعماري ځواکونه ترخپل لاس لاندي هيوادونوکي   داسي بهاني لټوي  چه دخپلو نظامي اډو شتون وجهانيانوته لازم وښه يي   . نوددې  بهاني دپيداکولو دپاره د ترلاس لاندي مملکت کي  دمختليفوتاکتيکونوڅخه کاراخلي ، چه ددغوتاکتيکونودجملي څخه يوهم   نظامي عمليات دي . چه دانظامي عمليات تر مختليفوبهانولاندي داسي  مخ ته بيايي ، چه دهغه مملکت  امنيت ورځ په ورځ دګواښونوسره مخامخ کړي ، او بيا خپل موجوديت  او نظامي اډي وجهانيانوته  يو مهم اوحياتي ضرورت وبولي .

 

 

چه پورتني واقعيت په افغانستان کي افغان ولس په خپلو سترګو ليدلي او تر ستر ګولاندي يي تيريږي وبيان ته يي حاجت نسته  . داځکه  کوم وخت چه امريکا د۲۰۰۱ کال داکتوبر پر۷ دخپل هوايي ځواک په ذريعه دافغانستان پرفضايي  حريم باندي يرغل وکړ ، اودکابل ښاريان يي ځيني دخواږ ه خوبه راويښ  اوځيني يي تر خپل هوايي بمبونولاندي په شهادت  ورسول . چه ددي شپي  شروع څخه بياتقريبا يوه مياشت دافغانستان په مختلفو ځايونوکي دب ۵۲ طيارو دبمبونوپه ذريعه سره يي  دطالبانو حاکميت ته  دپاي ټکي کښيښاوه . اوپه دي درشل کي امريکا اوغربي نړي دخپل مخکني جوړ شوي پلان له مخي دبن کنفرانس جوړ اويو تعداد دپخواڅځه ددوي له خوانومول  سوي يوتعدادپه اصطلاح دجهادي تنظيمونواونوروګروپونو افغانان تريوه اوبل نامه لاندي  دامريکا ، غربي نړي اوهمسايه مملکتونو په مصلحت وبلل .  اودايي د   افغانانوداستازو په حيث اعلان اوکنفرانس يي شروع کړ . چه په واقعيت کي  دبن دکنفرانس افغاني ګډونکونکي په هيڅ صورت دافغان ملت استازي نه وه . اودوي     دافغان ملت په غياب کي هرڅه اوهم دکنفرانس ټوله فيصلي اوپريکړي دامريکا ، غربي نړي ، روسي اوهمسايه  مملکتونو دخوښي اواشتها سره سم دمصلحتونواومعاملوپراساس وسرته ورسولي  . چه ددي معاملواومصلحتونوپه نتيجه کي يي داسي يوه  نوي لنډمهاله اداره جوړه  کړل چه          افغان لاس تړ لي ملت يي دبشري اواقتصادي جناياتوو نوي  بحران  ته ورټيله کړ . اوهم  په دی کنفرانس کي بيله دي چه دافغانستان  بدا منيتي حالات اودهمسايه مملکتونو کمي اوکيفي  نظامي تناسب په نظر کي و نيسي د(۷۰۰۰۰ )  اردو تشکيل يي تصويب کړ .

 بايدوويل سي چه  دبن دکنفرانس دجوړونکو نيت دافغان ملت په وړاندي دلمړي ورځي څخه سم نه و و. ځکه   ټولوخارجي اوداخلي ګډون کونکو دافغان ولس راتلونکي ته دخپلو شومو يرغلي ، تنظيمي اوګروپي ګټوپه هنداره کي کتل ، ځکه نو ټولي فيصلي اوپريکړي يي دمصلحتونواو معاملو پر حساب باندي وکړي . ولي څه ناڅه پريکړي يي  دصداقت له مخي نه بلکه دافغان لاس تړلي ملت دتيروتلو له پاره هم وکړي . دمثال په ډول : دمسلکي پوهي په نظرکي نيولوسره   دملي اردو اوملي پوليسو جوړول ، په مملکت کي دغيري قانوني سلا حو جمع کول ، دافغانستان داقتصادي زير بنا ؤ  و بيا   جوړول  ،  دپراخ بنسټيزه دولت  جوړول اوداسي نور  . چه داټولي هغه ماکياوليستي دافغان  ملت دتير وتني دپاره دکاغذ پرمخ  پريکړي اوفيصلي وي چه پرهغه کاغذونوباندي پاته سولي . چه لنډ محالي اداري  ، انتقالي دولت اوبيا وروسته په دي ټولو   شپږ وکلونوکي دولت دهغه فيصلو برعکس کارونه ترسره کړل   . هغه داچه :

۱ـــــ په مملکت کي نه تنها هغه غير قانوني سلاحوي جمع آوري نه سولي ،  بلکه پخواني جنګي ګروپونه يي په  غير مستقيم ډول نور هم تقويه اودپخواني لويو جنګ سالارانو څنګ ته  دمملکت مختلف محلات يي  ترخپلي قبضي لاندي راوستل . چه دځينو دقيقوجهاني رسانوله مخي دجمهوري رياست اوپارلمان  دټاکنو پروخت ( ۱۷۰۰) جنګي مسلح ګروپونه دافغانستان په مختليفوولايتونوکي موجود اوفعاله وه . چه په واقعيت کي دافغان  ملت په وړاندي دخارجي قواوواوجنګي ګروپونوشتون د دواړ و ټول ټاکنو مشروعيت ترپوښتني لاندي راوستلي دي .

 ۲ـــــ د ملي  اردو اوپوليسودبيا جوړولو اواکماليدوله پاره يي چه بايد دحربي ښونځي او  حربي پوهنتونونو( زميني ، هوايي )  دروازي دملت دنوي نسل پرمخ خلاصي کړي واي ، اوپخواني دمسلکي پوهي خاوندان چه دمعلمي اواستادي ډيري دپام وړ ارزښتناکه تجربي يي درلودلي بايد جلب اوجذب اوپخوانيو وظيفوته يي توظيف کړي واي . ولي بر عکس هغه يي ټول  دنورو مسلکي صاحب منصبانو سره يوځاي  چه اکثريت دلوړوتحصيلاتولرونکي وه  وتقا عد ته سوق کړل . په داسي حال کي چه ددي غريب ملت دسل هاوو ميلينوډالرو مصرف باندي سوي  و و.  اودپينځوسو کالويوه لويه ثمره وه . ولي دوي دافغان ملت د ارادې خلاف عمل تر سره کړ .

اوپه نتيجه کي يي دحربي ښونځي اوحربي پوهنتونونو دروازوته دامريکاتررهبري لاندي  جهاني ټولني دخپل اقتصادي اونظامي زورپه اندازه (  ۳۷)  مملکتونو  ( ۳۷) لوي اوکوچني  قلفونه ورواچول . چه په نتيجه کي د شپږوکالوپه مدت کښي  نه  تنها دغه کوچني تشکيل د  اردو اوپوليسو اکمال نه کړايسواي   ، بلکه ددوي وليکو ته يي تقريبا ۹۰ فيصده دِغيرمسلکي پوهي خاوندان حتي ډير يي  بيسواده اوکم سواده هم  پکښي شامل کړل  . داځکه چه دامريکا تررهبري لاندي جهاني ټولنه نه غواړي چه افغانستان دی ددوهم ځل دپاره بيا داسي يوملي اومسلکي پوهي لرونکي اردو ولري ،  چه دخپل ملت اوملي منافعو دفاع وکړايسي . ځکه نو دامريکا تررهبري لاندي جهاني ټولنه داسي يوظعيف اودپردولاس پوڅي اردوجوړ وي ، چه په راتلونکي وختونوکي يي    ريموت کنترول  ددوي په لاس کي وي . اوکه   په راتلونکي وختونوکي   بياهم   دحربي ښونځي اوحربي پوهنتونونودروازي خلاصي   کړي نوبه داسي استادان توظيف کوي چه هيڅ نوع مينه يي  دملت اووطن سره نه وي ،  بلکه هرڅه به دپردوپه خوښه اودهغودپاره کوي . څوپه نتيجه کي ددي پوهنتونونوڅخه داسي کسان فارغ النحصيل سي چه په راتلونکي کي  فقط دامريکا اوغربي نړي دلارښوونوسره سمي  خپلي  وظيفي مخ ته بوزي.

۳ ـــ دبن کنفرانس دپراخ بنسټيز دولت پر ځاي دداسي یوی نوي ا  د   ا ري اساس يي کښيښووي چه په واقعيت کي يي دافغا نستان دملي منافعو په تقابل کي قرارونيوي . ځکه نو دهغي ادا ري دشروع خاصتا دجمهوري رياست دانتخاباتو  څخه بيا په  دي شپږو کلونوکي داسي  يوتعداد افغانان  دامريکا اوغربي نړي څخه دتيکنوکرات ترنامه لاندي ( سره غله )  اودافغان ملي منافعو ضد کسان د و زيرانو په حيث   معرفي سوي دي ، چه نه تنها هغه په نامه دجهاني ټولني ډيره برخه کومکونه يي خپل ترمنځ په يوه اوبل شکل تقسيم کړل ،  بلکه دافغان ملت پرغير ومنقولوشتمنيو باندي يي هم  دلويو جنګ سالارانو سره يو ځاي داسي لاسونه راوګرځول چه ددوي داختلاسونو، رشوتونواوچپاولګريوپه نتيجه کي افغانستان دلمړي ځل دپا ره  دجهان دفقيرترينو هيوادونودجملي څخه څلورم مقام ترلاسه کړ. چه په دي نوبايد دامريکاتررهبري لاندي جهاني ټولنه اوافغاني چارواکي خجالت وباسي . چه افغان ملت به تر خپلوملي شتمنيو وهيچاته ورتيرنه سي . اوهروخت که يي خپل تړلي لاسونه خلاص کړل اوخپل دخوښي سره يي سم ملي دولت جوړ کړ داخپله ملي شتمني به بيرته ددي اوسني زورواکوڅخه اخلي اوعاملين به يي  افغاني ملي محکمي ته سپاري .

دپورتنيوڅرګندونودثبوت ښه دليل دافغانستان دجمهورريس محترم کرزي دوينا هغه برخه ده ،    چه دکلو دپراختيا دشوراګانوداستازو په سمينا رکي  يي  د( ۱۳ــ  ۱۱ ــ  ۲۰۰۷ ) تاريخ باندي دخپلو دخبرو په درشل کي يي  کړي ده او داسي يي  وويل :

وګوري هغه ښي ماڼي ګاني ، تجملي کورونه ، ښکلي قصرونه ، ښيښه اي کورونه ، اوډيرجايدادونه اوهم په خارج کي دري ـــ  څلورښکلي کورونه دچا دي ؟ دادافغا نستان دحکومت د ا عضا ؤو اودپارلمان دځينو اعضاؤو دي ...... 

افغان ملت دمحترم کرزي ددغه ډير ناوخته افشا ګري څخه چه دخپلولاس لاندي چارواکو په هکله يي وکړي څه نتيجه ګيري کولايسي ؟

ـــ محترم کرزي پسله شپږو کالوڅخه ځان  دافغان ملت سره دحکومت دغړو يعني وزيرانواويوتعداد دشورا د و کيلانودبي ساري درغليو په هکله ځان هم ږغي کړ .  چه په اوسني مهال کي   نه تنهاددي  زوريدلي ولس اکثريت    دوچي ډوډي دقحطي سره مخامخ دي بلکه   دڅښلو پا کي اوبه هم نه و رسيږي  داستوګني ځاي خولاهلته پريږده   . چه  په واقعيت کي  ددي غيورملت دڅوپيړيوتاريخ داسي لوږه اوتنده اودچارواکوداسي اقتصادي جنايات په یاد کي نه لري .

ـــ بل سوال و دې زوريدلي ملت  دا دي :   چه ايا دغه اختلاسګر اوپه ډول ډول  اقتصادي جناياتومتهم دحکومت غړي اويوتعداد نورلوړپوړي چارواکي دچادخواڅخه مقررسوي دي   ؟     ايآددغه وزيرانودجملي څخه يي   دځينو وزيرانودتقرر پيشنها دونه څوځله ودغه ظعيفه پارلمان ته نه دي ور کړل سوي ؟ ددي درغلګرو حمايه کوونکي نو څوک دي ؟ اوهم  دجهاني ټولني هغه په  نامه کومکونه چه دافغان ملت پرادرس راتلل داڅه سول ؟ ايا ټوله جهاني ټولني په يوه اوبل نامه دځان سره يووړل  ؟ که داواقعيت وي ،  نوجمهورريس بيا د څه دپاره دهغواحسان پرملت باندي اچوي . اوکه نه خواصلي  خبره داده چه  دوي په ډيره سپين سترګي دملت اوتاريخ څخه دنه بيري لرلوپه روحيه يولوي مقدار ددغه کومکونو په يوه اوبل شکل خپل تر منځ تقسيم کړل ، اوهم په دي باندي  ددوي خيټي  لا ډکي نه سولي ،  ځکه نوبيا يي  دملت پرنوروغيرمنقولوشتمنيو باندي دازاد بازار ترنامه لاندي خپل چټل لاسونه راوګرځول ،  اوځانونه يي دسل هاووميلنونوډالرو خاوندان  اوځينوبيا خپل ځانونه  ملي سرمايداران وبلل  .

ـــ دامعلومه خبره ده چه کرزي صاحب ددي صلاحيت  درلودلي ،  چه دغه لوړ پوړي چارواکي  مقرر کړي .  اوهم يي په مختليفووختونوکښي د هم دي چارواکوحمايه هم کړي ده . ولي هرڅونه چه ملت ددي اقتصادي جنايتکارانو ددرغليو څخه ناري وهلي په رشتيا سره چه کرزي صاحب نه اوريدلي . کوم وخت چه هغو دڅوکلونوپه مدت کښي په رشوتونو، اختلاسونو اودملي شتمنيو په چورولوباندي خپلي خيټي ډکي په داخل اوخارج کي يي ښکلي قصرونه جوړ اوپه جهاني بانکونوکښي هم زخيري پيداکړي ، نن  نو کرزي صاحب ملت ته ناري کړي  او په عاميانه  اصطلاح  چه وايي  ( مه راګوري غله دي ) . په داسي حال کي چه ددي معلوموغلوپه نيولو اومحکمه  کولو کي محترم کرزي ځان مسؤل نه بولي . نوداسي معلوميږي چه محترم کرزي  دملت دشتمنيو دساتلو سره کومه علاقه مندي نه لري  .

 ــــــ   بله مهمه  خبره دده په خبروکي لاداده : چه دخپل دحکومت غړي يي په ښکاره درغليو يي متهم کړل ،  ولي بيرته بيا کرزي صاحب  وايي : ( چه ملت وايي خيردي )  يعني دا اقتصادي جنا يات چه مو کړي دي ملت عفوه کړي ياست .

چه دانوپه رشتيا سره ملت ته يولوي توهين دي .  چه دملت په نماينده ګي محترم کرزي دا لوي اقتصادي جنايتکاران عفوه کوي .  په داسي حال کي چه ملت هيڅ وخت خپل بشري او  اقتصادي جنايتکاران نه بخښي .

نوکه کرزي صاحب  په رشتيا سره ځان دملت سره هم ږغي کوي ،  اود دوي هغه پاک نيت چه و کرزي صاحب ته يي درلودي ،  اوهغه  پاکي راي   چه ودوي ته  يي ورکړي دي  غواړي  چه په مقابل کي  وفا وکړي ؛  نو بايد يوه نوي  ملي اختصاصي محکمه د هم دغوتراتهام لاندي کسانودپاره د لنډ  وخت دپاره جوړه کړي  .  څوددوي دمحکمي  په نتيجه کي دملت حق بيرته  ملت ته  ورسيږي . يعني دملت هغه درغلي سوي  دارايي بير ته بيت المال ته تحويل  سي  .   اوددوی دنورومجازاتوله پاره دی دهرولايت څخه  نماينده ګان راوغوښتل سي ا وهغونماينده ګانوته بايد دااقتصادی جنايتکاران ودرول سي ، که هغووبخښل بيرته دی خپلوکورنوته ځي اوکه نه نوبايدخپل د قيد مدت په يوه افغاني زندان کښي  تير کړي . چه دنوروچارواکودپاره هم دعبرت درس سي .

ځکه پر دې  چارواکوچه دمحترم جمهور ريس له خوا څخه کوم د درغليواتهام لګيدلي دي په ښکاره ډول يو لوي دثبوت ښکاره دليل هم داسووچه دي چارواکو  ( په هغه صورت کي که دوي  پاک واي )  بايد  دخپل حيسيت داعادي غوښتنه يي  دبا صلاحيته ارګانونوڅخه کړي واي . ولي ټوله چپ پاته اودملت په مقابل کي په ټيټ سر سره  يي   بيا هم  خپلووظيفوته ادامه ورکړي ده  . په واقعيت کي په اوسني نړي کي داسي يو حکومت نسته ،   چه دجمهور ريس دخوا څخه  د ي  په ښکاره درغليو متهم وي ،  ولي بيا هم جمهور ريس دي  دهم دغه متهمينو سره يو ځاي دمملکت داجرايه  قووي  په راس کي قرار ولري . ځکه قانوني  اولازمه  هم دا وه چه حکومت دجمهور ريس  له خوا څخه  ړنګ  اعلان  سوي  ، اوجمهورريس دحکومت نوي غړي وملي شورا ته پيشنهاد کړي واي  .

که جمهور ريس اکتفا تنها په دي وکړي چه هغه دي دملت په مقابل کي مي مسؤليت رفع سوو، غله مي وروپيږندل . دابه نودملت په مقابل کي ډيره لويه جفا وي . ځکه داسي معلوميږي  چه جمهورريس غواړي يوتعداد وزيران تبديل اوپه عوض کي يي نور  نوي تيکنوکراتان ( وزيران ) دامريکااوغربي نړي څخه وارد کړي   اودازوړامريکايي تراژيدي سريال ديوتعدادنوولوبغاړو سره نورهم دافغان لاس تړلي ملت په وړاندي وچلوي  . 

 نوترهغه بيا ښه داده چه
December 2nd, 2007



  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات